د غور ولايت په پسابند او تیورې ولسوالیو کې د دوه مخابراتي سایټونو د جوړولو سروې ترسره شوه

naweed_admin
Sat, Sep 06 2025 4:15 PM
ولایت غور

دهیواد محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د غور ولايت پسابند ولسوالۍ په کاکری کلي کې او د تیورې ولسوالۍ په غارک یامان سیمه کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت دوه سایټونه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري منظور شوی د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د مسلکي او تخنیکي ټیم له لوري یې سروې ترسره شوه او د جوړولو عملي چارې به یې هم ژر پیل شي.

د یادونې وړ ده د یاد مخابراتي سایټ په جوړیدو سره به د غور ولایت پسابند او تیورې ولسوالیو اوسېدونکو مکالماتي او انټرنټي ستونزې حل شي.