کندز ولایت کې د یو شمیر پوستي او کارګو شرکتونو له خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

naweed_admin
Wed, Aug 13 2025 2:28 PM
ولایت کندز افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت په اساس کندز ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه څارنه او کنټرول ترسره شو.

د دې څارنې په ترڅ کې یو شمیر پوستي او کارګو شرکتونو مسئولینو ته سپارښتنې وشوې چې د غیر قانوني خدمتونو له ترسره کولو څخه ډډه وکړي.

د یادولو وړ ده چې د پوست قانون مطابق، پوستي شرکتونه کولاى شي چې د يو مشتري پارسل د يو ګرام څخه تر ۴۲ کيلو ګرام پورې واخلي او خدمتونه ترسره کړي.

او همدارنګه د کارګو شرکتونه د يو مشتري پارسل چې د ۴۲ کيلو ګرام څخه زيات وزن ولري واخلي او خدمات ترسره کړي خو د کارګو شرکتونو مسئولين نشي کولاى چې د ۴۲ کيلو ګرام څخه کم وزن لرونکي پارسلونه د مشتري څخه واخلي.

دا څارنه د غیر قانونی فعالیتونو د مخنیوي، د پوستي او کارګو شرکتونو د کاري تفکيک په اړه د پوهاوي, او همدارنګه د دولتي عوایدو د ډیریدو په خاطر ترسره شوه.