خوست ولایت په موسی خیلو ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شؤه

naweed_admin
Wed, Jun 25 2025 3:36 PM
ولایت خوست افغانستان

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پریکړې له مخې د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، د ګډ مسلکي ټیم له لوري د یاد ولایت د موسی خیلو ولسوالۍ په کوه سین خوله سیمه کې د سلام مخابراتي شبکې د یوه سایټ د جوړولو په موخه سروې تر سره شوه.

د یادولو وړ ده اوس مهال د هېواد لرو پرتو او له مخابراتي آسانتیاو بې برخو سیمو ته د ځانګړې پاملرنې له مخې د جوپړ د برابرولو په موخه د هېواد په کچه د ګڼو مخابراتي انټنونو د جوړولو او سروې چارې روانې دي.