هلمند ولایت مرکز لښکر ګاه ښار کې د افغان بیسیم شرکت له لوري د نوري فایبر پروژه پلې کیږي

naweed_admin
Sun, Mar 02 2025 1:01 PM
ولایت هلمند

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د محترم مقام د منظورۍ په اساس د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې دافغان بیسیم مخابراتی شرکت له لوري د نوري فایبر پروژې پلي کولو عملي چارې پیل شوې.

یاده پروژه د (۲۳) کیلومترو په اوږدوالي هلمند ولایت د لښکرګاه ښار په دریو ناحیو کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له لوري پلې کیږي.

د دې پروژې په پلي کیدو سره به د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې د انټرنیټي خدمتونو په کیفیت کې د پام وړ ښه والی رامنځته شي او همداراز ترڅنګ یې به د انټرنېټ بیې راټیټې شي او د هلمند ولایت د مرکز اړوند محترم اوسيدونکي به وکولای شي لوړ کیفیت انټرنیټ څخه په ټیټه بیه ګټه واخلي. او خپلې مخابراتي او انټرنیټې ستونزې هوارې کړي.

د یادولو وړ ده چې د هلمند ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست تل هڅه کوي چې د نوموړي ولایت د مرکز په شمول ولسوالۍ هم د نوري فایبر له کیبل سره ونښلوي.