کابل ولایت کې د مخابراتي شرکتونو له انټرنټي سایټونو څخه څآرنه وشوه

naweed_admin
Mon, Apr 08 2024 4:25 PM
تکنالوژی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او آترا ادارې له لوري د غیر اخلاقی انټرنټي سایټونو او آپلیکیشنونو د بندولو په اړه د ریاست الوزرا عالي مقام د حکم د پلي کولو په موخه په کابل ولایت کې د افغان بیسیم، اتصالات، سلام، ام ټي ان او روشن مخابراتي شرکتونو له سایټونو څخه څارنه تر سره شوه.

د غیر مجازو او غیراخلاقي انټرنټي سایتونو، ټیک ټآک او پاپجي آپلیکیشنونو د فلټریشن د څیړنې او ارزونې په پایله کې ډاډ تر لاسه شو چې په کابل ولایت کې د پورته ذکر شویو شرکتونو ټول غیر اخلاقي سایټونه، پابجي او ټیک ټاک آپلیکیشنونه فلټر او بند دي.