د معلوماتي ټکنالوجۍ انستیتوت د علمي کادر بستونو لپاره د کار موندنې اعلان

ashiq_admin
Wed, Jan 01 2020 1:10 PM

Publish Date

Closing Date

Location

کابل

د کارموندنې اعلان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ انستیتیوت لاندې بستونو لپاره  د شرایطو وړ اشخاصو ته چې د ټلي کمیونیکیشن انجنیرۍ او پُستي اړیکو په برخه کې د اکاډمیک ، ماسټرۍ یا دوکتورا سند لرونکي وي اړتیا لري.

  1. ټیلي کمیونیکیشن انجنیرۍ ډپارټمنټ لپاره یو بست (څلورم بست)
  2. د پستي اړیکو ډیپارټمنټ درې بستونه (څلورم بست)

غوښتونکي باید د1398کال د جدی تر 20 نیټې پورې د کابل په نهمه حوزه کې د معلوماتي او مخابراتي ټیکنالوجۍ انسټیټیوټ ته خپل غوښتنلیکونه وسپاري او په علمي کادر کې د شاملیدو لپاره فورمه ترلاسه کړي.

اړین سندونه: د لسانس او ماسټرۍ د نمرو ټرانسکریپټ، د لسانس د دورې ډپلوم او ماسټرۍ د فراغت سند، د بست د اعلان کاپي له اړوند سایټ څخه،  د تذکرې کاپي او که چیرې په کومه دولتي اداره کې کار ترسره کړې وی د کار سوانح یا سي وي د انسټیټیوټ د استادانو لوی مدیریت ته د وسپاري.