په پروان ولایت کې د مخابراتي سایټونو د ساختماني چارو څارنه ترسره شوه

naweed_admin
Mon, Oct 19 2026 2:15 PM
ریاست مخابرات ولایت  پروان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، د اترا ادارې د TDF لسمې پروژې په چوکاټ کې، د اتصالات او افغان ټلي‌کام مخابراتي شرکتونو د ۲ سایټونو د ساختماني چارو د ارزونې په موخه څارنه ترسره شوه.

یاده څارنه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، د افغان ټیلي‌کام مخابراتي شرکت او د اترا ادارې د استازي په حضور کې ترسره شوه.

د څارنې پر مهال، د ساختماني چارو د تخنیکي معیارونو د رعایت، د کارونو د کیفیت د ښه‌والي او د پروژې د پاتې چارو د چټک بشپړېدو په موخه، اړوندو شرکتونو ته لازمې تخنیکي سپارښتنې او لارښوونې وشوې، څو چارې د ژمي موسم له پیل مخکې بشپړې شي.