د معیار او کیفیت ادارې د ۱۸ مسلکي بستونو اعلان
Publish Date
Closing Date
Location
کابل
د افغانستان د معیار او کیفیت ملي اداره، د کار اهل کار ته د سپارلو او د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو، همدارنګه د مسلکي، ژمنو او وړ بشري ځواک د جذب په موخه، د خپلو پخوانیو اعلانونو په دوام کې، دا ځل د (۱۸) مسلکي بستونو (درېیم، څلورم او پنځم) رتبو او معاشونو بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلانوي.
هغه متقاضیان چې واجد شرایط او د افغانستان تابعیت ولري، کولای شي د ۱۴۰۵ هـ ش کال د سنبلې له ۲مې نېټې څخه د سنبلې تر ۱۳مې نېټې پورې، د (۱۰) کاري ورځو په موده کې، د معیار او کیفیت ادارې د وېبپاڼې له لارې د غوښتنلیک ځانګړې فورمه په آنلاین ډول ډکه کړي او خپل خلص سوانح له اړینو اسنادو، په ځانګړې توګه د تحصیلي سند له کاپي سره، چې د محترمې لوړو زده کړو وزارت له خوا تأیید شوی وي، وړاندې کړي.
هغه کاندیدان چې له دولتي ادارو سره کاري سابقه ولري، یوازې د خلص سوانحو وړاندې کولو ته اړتیا لري؛ خو هغه کاندیدان چې په خصوصي ادارو او مؤسسو کې اوس مهال یا پخوا دنده ترسره کړې وي، مکلف دي چې د کاري قرارداد کاپي هم وړاندې کړي.
د کاریابۍ فورمې له ډکولو وروسته، خپل ټول اسناد په یوه پی دی اف فایل کې، چې حجم یې له 5Mb څخه زیات نه وي، ترتیب کړي او د اعلان د مهلت له پای ته رسېدو مخکې یې د لاندې لینک له لارې پورته او واستوي:
د لا زیاتو معلوماتو لپاره کولای شئ له لاندې شمېرو سره اړیکه ونیسئ:
۰۷۷۵۷۴۸۰۲۰ – ۰۷۴۵۸۶۳۸۵۸ – ۰۷۸۰۷۳۸۲۳۰ – ۰۷۸۴۷۱۴۴۱۰
د ۱۸ مسلکي بستونو جدول
د ۱۸ مسلکي بستونو جدول له دې ځایه ترلاسه کړئ
الحاج ملا عبدالله بشیر
د معیار او کیفیت ادارې رئیس