د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په تیتمور سیمه کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د افغان ټیلیکام مخابراتي شرکت د سلام شبکې د یوه مخابراتي سایټ د جوړېدو له بهیر څخه چې د یاد ولایت د نرخ ولسوالۍ په تیتمور سیمه کې د ټي ډي اف د لسمې پروژې په مرسته د هغو سیمو لپاره چې د مخابراتي خدمتونو څخه محرومې دي جوړېږي څارنه وشوه.
د څارنې په ترڅ کې قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې د مخابراتي سایټ د جوړولو چارې باید د قرارداد د شرایطو مطابق په معیاري ډول بشپړې کړي.
د یادونې وړ ده چې د ټي ډي اف د لسمې پروژې کارونه د یاد ولایت بیلابیلو ولسوالیو په یولسو سیمو کې دوام لري، د دغو مخابراتي سایټونو رغنیزې چارې په اکثرو ساحو کې بشپړې شوې دي چې په فعالیدو سره به یې د یاد ولایت د اوسیدونکو مخابراتي او انټرنټي ستونزې حل شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ او د نویو مخابراتي سایټونو له جوړېدو څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو او د نویو مخابراتي آنټنونو جوړولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.