پکتیکا ولایت کې د مخابراتي شرکتونو د فعالیتونو د څرنګوالي څخه څارنه وشوه

naweed_admin
Thu, Jul 10 2025 1:17 PM
ولایت پکتیکا افغانستان

د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست ګډ مسلکي او تخنیکي ټیم له لوري په مرکز ښرنه کې د افغان بيسيم او اتصالاتو مخابراتي شرکتونو دپیرودونکو له نمايندګيو څخه د سیمکارتونو د خرڅلاو، ثبت او راجستریشن او د خلکو شکایتونو ته د رسیدنې په موخه څارنه ترسره شوه

د څارنې په ترڅ کې د مخابراتي شرکتونو د خدمتونو په وړاندې کولو کې شته نیمګړتیاوې په نښه شوې او د حل په موخه یې یادو شرکتونو ته لازمې لارښوونې وشوې.

د یادونې وړ ده چې پکتیکا ولایت کې موجوده مخابراتي شرکتونو مسوولینو ژمنه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت آترا ادارې کړنلاره مراعت کړي او له مخې یې خپلې چارې تر سره کوي.