د پکتیا ولايت په سید کرم او ډنډپټان ولسوالیوکې د دوه مخابراتي سایټونو د جوړولو سروې ترسره شوه

naweed_admin
Thu, Jun 26 2025 1:51 PM
دندپتان

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د پکتیا ولايت سید کرم ولسوالۍ جهاد کلي او د ډنډپټان ولسوالۍ په خروټي او قیمتي سیمو کې د اټوما مخابراتي شرکت دوه سایټونه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري یاد ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ځانګړي هدایت پر اساس منظور شوی و د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د مسلکي او تخنیکی ټیم له لوري یې سروې ترسره شوه او د جوړولو عملي چارې به یې هم ژر پیل شي.

د یادو ۲ مخابراتي آنټنونو په جوړیدو سره به د سیدکرم او ډنډپټان ولسوالیو د اړونده سیمو د اوسېدونکو ډېری مکالماتي او انټرنیټي ستونزې حل شي.