طورخم ښارګوټی کې راستنیدونکو کډوالو ته د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو له جریان څخه څارنه وشوه

naweed_admin
Wed, Jan 31 2024 11:39 AM
کمک به عودت کنندگان از جانب شرکت های مخابراتی

ننګرهار ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجی ریاست طورخم ښارګوټی عمری کمپ کی د مخابراتی شرکتونو له خدماتو او د سیمکارتونو د ثبت او توزیع پروسې څخه څارنه ترسره کړه.

ننګرهار ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست ټولو مخابراتی شرکتونو ته سپارښتنه وکړه چی خپلی ټولې کړنی د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا اداری د سیمکارتونو د ثبت او توزیع کړنلارې مطابق ترسره کړی او بیرته راستنیدونکو کډوالو ته دې لازمې آسانتیاویي برابرې کړي.

د یادولو وړ ده چې د مخابراتي شرکتونو مسئولینو ژمنه وکړه چې خپلې ټولې کړنې د اصولو مطابق پر مخ وړي