پکتیا ولایت احمد آبا ولسوالۍ کې د روشن مخابراتي شرکت سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د پکتیا ولایت د احمد آبا ولسوالۍ فیروزخیلو سیمه کې د روشن مخابراتي شرکت نوی سایټ جوړ اوګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد سایټ په فعالېدو سره به د فیروزخیلو سربېره نږدې شا او خوا ساحو اوسېدونکي د چټک او لوړ کیفیت مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو څخه برخمن شي.
د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست وايي، هڅه کوي چې د مخابراتي شرکتونو په همکارۍ د یاد ولایت ټولې له مخابراتي خدمتونو بېبرخې سیمې تر پوښښ لاندې راولي.
