بادغیس ولایت آبکمري ولسوالۍ کې د افغان بیسیم مخابراتي شبکې سایټ ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

naweed_admin
Sun, Oct 25 2026 3:10 PM
ولایت بادغیس افغانستان

هیوادوالو ته د مخابراتی چوپړ برابرولو په موخه د بادغیس ولایت آبکمري ولسوالۍ پده سیمه کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت یو سایټ، جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو.

د د دغه سایټ په فعالېدو سره به د یادې او شاوخوا سیمو وګړي مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه ترلاسه او په دې برخه کې یې ستونزې حل شوې دي.

دیادونې وړده چې د یادو سیمو اوسېدونکو د دغه سایټ له فعالېدو څخه خوښي څرګنده کړه او دا یې د خپلو مخابراتي او انټرنیټي اړتیاوو د پوره کېدو، د اړیکو د ښه والي او د سیمې د پرمختګ لپاره یو مهم اقدام بللی دی.