په نیمروز کې ۸۰ غیرقانوني ایراني سیمکارتونه ضبط شول

naweed_admin
Sun, Sep 13 2026 3:56 PM
مخابرات ولایت نیمروز

د نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اترا مدیریت د معلوماتو له مخې، د زرنج ښار په مربوطاتو کې د ترسره شویو څارنیزو فعالیتونو پر مهال ۸۰ غیرقانوني ایراني سیمکارتونه کشف او ضبط شوي دي.

د یاد ریاست په وینا، ضبط شوي سیمکارتونه د «ایرانسل» او «همراه اول» مخابراتي شبکو اړوند دي، چې په غیرقانوني ډول ترې استفاده کېده چې له اړوندو سرغړونکو څخه د قانوني مقرراتو د رعایت او د ورته سرغړونو د بیا نه تکرار په اړه جدي تعهد اخیستل شوی او له لازم ضمانت وروسته خوشې شوي دي.

د نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست ټینګار کړی چې د غیرقانوني سیمکارتونو د مخنیوي، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم او د اړوندو مقرراتو د تطبیق په موخه به خپلو څارنیزو فعالیتونو ته دوام ورکړي.