د خوست ولایت سپیرې ولسوالۍ کې د دوه مخابراتي سایټونو رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه
د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ هغه سیمې چې لا هم له مخابراتي آسانتیاو بې برخې او مخابراتي ستونزې یې درلودې د مخابراتي چوپړ د برابرولو په موخه د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د سلام شبکې دوه مخابراتي سایټونه چې د اټرا ادارې د ټي ډي ایف لسمې پروژه کې پلان شوي رغنیزې چارې روانې دي.
د یادو مخابراتي سایټونو رغنیزې چارې په چټک ډول د ولایتي ریاست تر څارنې لاندې پر مخ ځي چې اوس مهال یې تر ډېره بریده چارې مخې ته تللي دي.
په سپېرې ولسوالۍ کې د یادو دوه مخابراتي سایټونو له جوړېدو سره به افغان دوبۍ، میرڅپر، ادمامد، سورکویښ، تورمنده، او د رېزو ځیني کلي په بشپړ ډول له انټرنټي او مکالماتي آسانتیاو برخمن شي.
د یادونې وړ ده په دغې څارنه کې ولایتي ریاست او اترا ادارې استازي اړونده شرکت ته پر وخت او د قرارداد مطابق د چارو د سر ته رسولو سپارښتنې هم وکړې.
