فاریاب ولایت یوشمیر ولسوالیو کې د دریو مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه
فاریاب ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د یاد ولایت قیصار، خواجه سبزپوش او شیرین تګاب ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شبکې د دریو سایټونو د رغنیزو چاور له بهیر څخه چې د ټي ډي اف د لسمې پروژې په مرسته د یاد ولایت محرومو سیموته د مخابراتي چوپړ وړاندې کولو په موخه جوړیږي څارنه ترسره شوه.
د دې څارنې په ترڅ کې ذکر شوي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم په معیاري ډول بشپړ کړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍوزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ او د نویو مخابراتي سایټونو له جوړېدو څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو او د نویو مخابراتي انټنونو جوړولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.