د پکتیکا ولايت په خوشامند او سرروضې ولسوالیوکې د دوه مخابراتي سایټونو د جوړولو سروې ترسره شوه

naweed_admin
Wed, Jun 25 2025 3:30 PM
ولایت پکتیکا

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د پکتیکا ولايت خوشامند ولسوالۍ زموک غونډۍ سیمه کې د اتصالاتو مخابراتي شرکت یو سایټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري یاد ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ځانګړي هدایت پر اساس منظور شوی و او د سرروضې ولسوالۍ په سلطانو سیمه کې د یوه بل مخابراتي سایټ چې د ټي ټي اف لسمې پروژی په مرسته جوړیږي د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د مسلکي او تخنیکی ټیم له لوري یې سروې ترسره شوه او  د جوړولو عملي چارې به یې هم ژر پیل شي. 

د یادو ۲ مخابراتي انټنونو په جوړیدو سره به د خوشامند او سرروضې ولسوالیو د اړونده سیمو د اوسېدونکو ډېری مکالماتي او انټرنټي ستونزې حل شي.

د یادو سایټونو په جوړیدو سره به د یادو ولسوالیو اوسیدونکي وکولای شي خپلې مخابراتي او انټرنیټي ستونزې هوارې ګړی.