پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت یوه سایټ په فعالیت پیل وکړ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په لارښوونه د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ کولالګو سیمه کې د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ولایتي ریاست، اترا ادارې ولایتي آمریت د ګډو هڅو په ترڅ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت یوه نوي سایټ په فعالیت پیل وکړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، چې د سیمې اوسېدونکو لپاره به ۴جي انټرنیټي او مکالماتي چوپړ وړاندې کوي.
د یاد مخابراتي سایټ په فعالیدو سره به د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ کولالګو سیمې اوسیدونکو ډیری مخابراتي ستونزې هوارې شي.