زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت یوه سایټ په فعالیت پیل وکړ

naweed_admin
Sat, May 03 2025 12:28 PM
ولایت زابل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په لارښوونه د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ زرګرانو سیمه کې د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې ولایتي آمریت د ګډو هڅو په ترڅ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت نوي ۲جي سایټ په فعالیت پیل وکړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د خاک افغان او شاجوی ولسوالیو ترمنځ عمومی لاره هم تر مخابراتي پوښښ لاندی راوستل شی .

د یادولو وړ ده چې د شاجوی ولسوالۍ زرګرانو سیمې اوسېدونکو خوښي څرګنده کړه او د مخابراتي پوښښ په برخه کې یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅې وستایلې همداراز اوسمهال یاد مخابراتي سایټ ټوجي خدمات وړاندې کوي چې نیږدې راتلونکي کې به یې خدمات فورجي ته لوړ کړای شي