کندز ولایت مرکز او یوشمیر ولسوالیو کې د روشن مخابراتي شرکت د ۲۹ مخابراتي سایټونو انټرنېټي خدمتونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

naweed_admin
Wed, Apr 30 2025 12:35 PM
مخابرات ولایت کندز

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس، د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د روشن مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو یو شمیرسیمو(یخچال نبی ، د حاجی حیدر قل کوڅه، کوته ګرد، چهل دختران، مولوی سراج الدین کوڅه، زرخرید،هوایی ډګر،پرګل کوڅه، دغنموبازار،دوبلولو،کله پزی،عنایت کنډک، سری دوره، خواجه مشهد،شالی پاکی بندر کابل،دپوهنی کوڅه،د شیرخان بندر دوه لارې، دامام صاحب ولسوالۍ ښار، د خان آباد ولسوالۍ ښار،د روضی ولسوالۍ شا، د دشت ارچی ولسوالۍ ښار، د قلعه ذال ولسوالۍ آقتپه، د قلعه ذال ولسوالۍ مرکز، د شیرخان بندر ښارګوټی، دامام صاحب ولسوالۍ باسوس ښارګوټی، دامام صاحب ولسوالۍ ۰۳۴ سایټ، دامام صاحب ولسوالۍ مومین آباد، دخان آباد ولسوالۍ ښار او د امام صاحب ولسوالۍ په شاه عباس پل) کې د روشن مخابراتي شرکت د ۲۹ مخابراتي سایټونو ظرفیت له ۳جي څخه ۴جي ته لوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د روشن مخابراتي شرکت د ۴جي انټرنېټي خدمتونو په فعالیدو سره به د یادو ساحو مشترکین وکولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي او انټرنېټي ستونزې هوارې کړي.

د یادونې وړ ده چې د کندز ولایت اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو ستاینه وکړه او د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.