د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې د ترسره شویو کړنو او راپورونو لنډیز

naweed_admin
Thu, Feb 20 2025 12:45 PM
وزارت مخابرات

د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وزارت له ریاستونو سره په همغږۍپه یو شمېر ولایتونو کې د مخابراتي شبکو د یوشمیر سایټونو انټرنیټي ظرفیت لوړول، د مشتریانو د خدمتونو څانګو پرانیستل او څارنه او د نوری فایبر غزولو لپاره ګامونه اخیستي.

دا ټول اقدامات د مخابراتي سکتور د تقویت او د خدماتو د لوړ کیفیت د تأمین لپاره مهم ګامونه ګڼل کیږي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تېرې یوې اوونۍ لاسته راوړنې په مسلسل ډول خپرې کړي او دلته په خلص ډول نشر ته سپارل کېږي.