د نورستان ولایت دو آب ولسوالۍ کې د یوه نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شؤه

naweed_admin
Sun, Jan 19 2025 3:16 PM
ولایت نورستان

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پریکړې له مخې د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، د ګډ مسلکي ټیم له لوري د نوموړي ولایت د دو آب ولسوالۍ په شوک دره سیمه کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د یوه نوي مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې تر سره شوه.

د یاد مخابراتي سایټ د جوړولو عملي چارې به ډیر ژر پیل شي چې په جوړیدو سره به یې د نوموړې ولسوالۍ د اوسیدونکو مخابراتي او انټرنیټي ستونزې هوارې شي.