پنجشیر ولایت رخه ولسوالۍ کې د مخابراتي شرکتونو د پیرودونکو خدمتونو له څانګو څخه څارنه ترسره شو
![مخابرات ولایت پنجشیر](https://mcit.gov.af/sites/default/files/2024-11/whatsapp_image_2024-11-07_at_11.19.08_am_1.jpeg)
د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوری یاد ولایت رخه ولسوالۍ کې د مخابراتي شرکتونو د پیرودونکو خدمتونو له څانګو څخه څارنه ترسره کړه.
د دغې څارنې په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ ټولو مخابراتي شرکتونو نمایندګیوته سپارښتنه وشوه چې مخابراتي شرکتونه مکلف دي چې د مخابراتو وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (آټرا) د طرزالعمل مطابق خپلو پیریدونکو ته سیمکارټونه توزېع او خدمات وړاندې کړي.
دیادولو وړده چې د ټولو مخابراتي شرکتونو نمایندګیو ژمنه وکړه چې د اترا محترمې ادارې د کړنلارې مطابق به خپلو پیرودونکوته خدمتونه وړاندې کوي.