پروان ولایت کې د نوري فایبر سره د سلام مخابراتي شبکې دیوه مخابراتي سایټ د نښلولو د کار له جریان څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
Tue, Oct 22 2024 12:49 PM
فایبر نوری

د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم په بګرام ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې د سایټ او همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له نوري فایبر سره د نښلولو چارې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې ترسره کیږي څارنه تر سره شوه.

د دغې څارنې په ترڅ کې قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې د قرارداد د شرایطو سره سم چارې ترسره کړي.