پکتیا ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه ۹۰ سلنه 4G ته لوړشول

naweed_admin
Tue, Sep 03 2024 4:02 PM
ولایت پکتیا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په لارښونه، د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او روشن مخابراتي شرکت دګډو هڅو په ترڅ کې د پکتیا ولایت مرکز او یوشمیر ولسوالیو کې د یاد مخابراتي شرکت انټرنیټي او مخابراتي خدمتونه ۹۰ سلنه 4G ته لوړ شول .

دیادولو وړده چې د دا ډول خدمتونو په فعالولو سره به یاد شرکت دنوموړي ولایت د اوسیدونکو لپاره ښه او باکیفیت خدمتونه وړاندې کړي او د خلکو  ستونزې به ورباندې حل شي.