د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د ټي تي اس پي شرکتونو له مسئولینو سره ولیدل

naweed_admin
Tue, Sep 03 2024 8:33 AM
تی تی اس پی

په دې غونډه کې د ټي ټي اس پي A ګریډ شرکتونو مسئولینو، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم (اترا)  ادارې له لوري د جوازونو په تأیید کې د ځنډ په ګډون یې خپلې ستونزې شریکې کړې او په دې برخه کې یې د مخابراتو وزارت له مسئولینو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ محترم وزیر وویل چې د ځینو جوازونو په تأیید کې، د عصري او مډرنو سیستمونو جوړول او همدا ډول د ځینو شرکتونو خپلسري فعالیتونه چې د افغانستان اسلامي امارت او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) له اصولو سره په ټکر کې دي د ځنډ لامل دی.

د غونډې په پای کې محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د آټرا ادارې اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې ژر تر ژره له اړوندو شرکتونو سره او د دوی د ستونزو هوارولو کې له دوی سره لازمه مرسته وکړي