د میدان وردګو ولايت مرکز کې د اتصالات مخابراتي شرکت د پېرودونکو خدمتونو څانګه پرانېستل شوه

د اتصالات مخابراتي شبکې د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو او پیرودونکو ته د لازیاتو آسانتیاو د برابرولو په موخه د میدان وردګو ولایت په مرکز کې د مخابراتي خدمتونو د پېرودونکو نوې څانګه پرانیستله.
چې د دغې څانګې په فعالیدوسره به د میدان وردګو ولایت مرکز اړوند اوسیدونکي کولای شي له یادې څانګې څخه سیمکارتونه او نور مخابراتي توکي او خدمتونه په آسانۍ سره ترلاسه او خپلې مخابراتي او انټرنټي ستونزې حل کړي.
دیادولو وړده چې په دغه څانګه کې د ښځینه پیریدونکو لپاره ښځینه کارکوونکوي هم په دنده ګمارل شوي چې د ښځینه مراجعینو لپاره به خدمتونه وړاندې کوې.