پروان ولایت کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د نوري فایبر د غځولو له چارو څخه څارنه وشوه

naweed_admin
Thu, Jul 18 2024 12:52 PM
فایبر نوری

د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او تخنیکي ټیم د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د مخابراتي سایټ د جوړولو او نوري فایبر د کیبل د غځولو له چارو څخه څارنه تر سره کړه.

دا څارنه د یاد مخابراتي شرکت ګډونوالو ته د ښه کیفیت مخابراتي خدمتونو وړاندې کولو او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم (آټرا) ادارې د کړنلارې د پوره تطبیق په موخه تر سره شوه.

د يادونې وړ ده، چې د ياد مخابراتي شرکت مسوولينو د آترا ادارې د کړنلارې د بشپړ پلي کېدو ډاډ ورکړ.