ننګرهار ولایت کې دشیډو مؤسسې ۷۵ تنه د معلوماتی ټکنالوجۍ او مبایل جوړونې په برخه کې له روزنې وروسته فارغ کړل

naweed_admin
Sun, Apr 28 2024 9:56 AM
موسسه شیدو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د شیډو مؤسسې تر منځ د هوکړه لیک په اساس یادې مؤسسی ننګرهار ولایت کی ۷۵ تنو ته د معلوماتي ټکنالوجۍ او مبایل جوړونې ورکشاپ په لاره اچولی و چې د مجربو استادانو له لوري ورته تدریس او عملي زده کړه ورکړل شؤه او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شؤل .

په یاده غونډه کې چی د ننګرهار مخابراتو رییس قومي مشرانو، دولتي او نا دولتي بنسټونو استازو هم ګډون کړی و د ننګرهار د مخابراتو ریاست ټکنالوجي د اوسني دور اړتیا یاده کړه او خوښي یې څرګنده کړه چې اوسمهال هېوادوالو ته کور دننه دغې برخه کې روزنه او معلومات وړاندې کېږي.

د ننګرهار ولایت قومي مشرانو او اوسېدونکو هم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له کړنو قدردانی ؤکړ او هیله یې څرګنده کړه چې ټکنالوجۍ او اړونده علومو ته ته باید یاد ولایت کې توجه ډېره شي.