پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ کې 3G انټرنیټي خدمتونه فعال شول

naweed_admin
Sat, Mar 30 2024 12:47 PM
ولایت پکتیکا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس او د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د یاد ولایت مټاخان ولسوالۍ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت نو 3G مخابراتي او انټرنټي سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د 3G خدمتونو په فعالیدو سره د نوموړې ولسوالۍ اوسېدونکي کولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسۍ ولري او خپلې مخابراتي ستونزې هوارې کړي.

د یادونې وړ ده چې د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو ستاینه وکړه او د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.