لوګر ولایت کې تر دې دمه ۷ مخابراتي سایټونه د مخابراتي خدمتونو وړاندې کولو په موخه نصب شوي

naweed_admin
Sat, Jan 20 2024 3:12 PM
لوگوی وزارت مخابرات افغانستان

لوګر ولایت هغو سیمو کې چې له مخابراتي پوښښ بې برخې وې تېرو ۲ کلونو کې ۷ مخابراتي سایټونه فعال او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي چې د سیمې خلکو ته انټرنټي او مکالماتي چوپړتیاوې وړاندې کوي، همدا راز د پل علم ښار کې ۳ مخابراتي شبکو خپل خدمات له ۳جي څخه ۴جي ته لوړ کړي چې تر ډېره بریده یې د خلکو مخابراتي ستونزې حل کړي.

د یادونې وړ ده یاد ولایت کې هغه سایټونه چې په وقفه یي ډول یې کار کاوه او یا هم تخنیکي ستونزو له کبله یې خدمات غیر فعال وو بیرته ترمیم او اوس په ۲۴ ساعته ډول خپل خدمات وړاندې کوي.

لوګر ولایت کې هغه سیمې چې اوس هم له مخابراتي پوښښ څخه بې برخې دي سروې یې تکمیل شوې او د ټي ډي اف پروژه کې د شامېلېدو په موخه یې راپور مرکز سره شریک شوی چې راتلونکي کې به ورته مخابراتي سایټونه په پام کې ونیول شي او خدمات به ورورسېږي