د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او مخابراتي شرکتونو تر منځ د نرخو پر ټیټوالي ګډه ناسته وشوه

naweed_admin
Thu, Jul 28 2022 9:19 AM
کاهش قیمت‌ها

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست وزیر الحاج مولوي نجیب الله حقاني، د وزارت تخنیکي او مسلکي معین پوهنیار احمد مسعود لطیف رای د اټرا معاون مفتي نجم الدین ملاخېل او ګڼو رییسانو د مخابراتي شرکتونو له مسوولینو سره د مکالماتي او انټرنټي نرخونو دبیو پر ټیټوالي بحث او خبرې وشوې.

دغې ناسته کې د ټولو ګډونوالو څرګندونې، نظرونه او وړاندیزونه په پوره دقت واورېدل شول او له ګډ توافق وروسته د وروستۍ پرېکړې په موخه مخابراتي شرکتونو خپلې ټاکل شوې بیعې د وزارت رهبرۍ ته وسپارلې.

همدا رنګه د نوري فایبر د پالیسۍ په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه چې په دواړو برخو کې ځینې توافقات وشول چې نیږدې راتلونکي کې به مطبوعاتو سره شریک شي .