په هرات ولایت کې د نوري فایبر له لارې د ښوونځیو نښلولو کار پیل شو

naweed_admin
Sun, Jan 03 2021 11:36 AM
وصل مکاتب در ولایت هرات

په هرات ولایت کې د نوري فایبر له لارې د ښوونځیو نښلول په عملي ډول پیل شوی چې ۱۲ ښوونځي به د نوري فایبر له لارې او ۳۱ ښوونځي د P2P (پاینت 2 پاینت) له لارې وصل شي.

د هرات ولایت د نوري فایبر سره د ښوونځیو د نښلولو پروژه څه موده وړاندې د تخنیکي ستونزو له امله ځنډول شوې وه چې اوسمهال له سره پیل شوې ده چې له دې سره به ۸ ښوونځي په راتلونکي میاشت کې د نوري فایبر سره وصل شي.

د یادونې وړ ده چې د انټرنیټ سره ښوونځيو وصلولو پروژه په افغانستان کې یو له خورا مهمو زیربنایی پروژو څخه ده.