د عامې روغتیا وزارت د کال سنتر د پراختیا او tele-education او tele-medicine سیستمونو په اړه تخنیکي او مشورتي غونډه جوړه شوه

naweed_admin
Wed, Dec 16 2020 3:01 PM
جلسه هیئت رهبری

دا ناسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال او سلاکارانو، د عامې روغتیا وزارت ‏سلاکار، د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ مسوولانو، د طبي شورا ستازی او د اترا ادارې کارپوهانو په ګډون د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د غونډو په تالار کې وشوه‎.‎

په دې ناسته کې د کرونا ویروس اړوندو مسلو په اړه د غوره خدمتونو چمتو کولو او پوهاوي په اړه د عامې روغتیا وزارت کال ‏سنتر پراختیا،‏ ‏خبرې وشوې. ‏

همداراز په غونډه کې د ټیلي میډیسن (د لرې واټن طبابت) او ټیلي ایجیوکیشن (د لرې واټن زده کړې )پورې اړوندو مسلو په باره ‏کې هم بحث او خبرې وشوې. د عامې روغتیا وزارت کال سنتر په اړه ‏نهایی پریکړه په راتلونکي ناسته کې موکول شو.‏