پروان ولایت کې ۹۲ تنه د کمپیوټر زده‌کړو مرکز څخه فارغ شول

naweed_admin
Tue, Dec 01 2020 9:59 AM
فراغت ۹۲ تن از کورس آموزشی کمپیوتر

دغه مراسیم چې د پروان ولایت مقام د کنفرانسونو په تالار کې د ډیجیټلي همغږی کونکي ریاست د دوهمې دورې د ۹۲ تنو زده کوونکو د فراغت په اړه نیول شوي وو، د نوموړي ولایت والي ډګر جنرال فضل الدین"عیار" د ولایت مقام مرستیال حاجي شاه والي"شاهد" او د ډیجیټلي همغږی کونکي رئیس حاجي عبدالناصر "زلمي" لخوا فارغو شویو زده کوونکو ته سندونه ورکړل شول.

دوی زده کوونکو ته په خپلو خبرو کې وویل چې ننني وخت کې د نوي ټکنالوجۍ زده کړه مهمه ده او همدا راز یې ورته بنسټیز مرکزونه د زده کوونکو لپاره مهم او ګټور وبلل.

غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.