د ولسي جرګې د بودیجې او مالي کمیسیون په جلسه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست او نامزد وزیر ‏ګډون

naweed_admin
Wed, Oct 07 2020 10:02 AM
د ولسي جرګې د بودیجې او مالي کمیسیون په جلسه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست او نامزد وزیر ‏ګډون

پرون سه‌شنبې د غرمې وروسته د ولسي جرګې د بودیجې او مالي کمیسیون په غوښتنه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ‏سرپرست او نامزد وزیر اغلې معصومه خاوري په یاد کمیسیون کې گډون او د تیر ۱۳۹۸ مالي کال د قطعیه په اړه بحث او ‏خبرې وکړې.‏

په دې جلسه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مالي ریاست محترم رییس هم برخه درلوده او د ۱۳۹۸ مالي کال د بودیجې د مصرفولو د څرنګوالي په اړه د نوموړي کمیسیون د غړو ‏پوښتنو ته د دوی لخوا مناسب او قانع کوونکي ځوابونه ورکړل شول. ‏

اشتراک سرپرست و نامزد وزیر وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی درجلسه کمیسیون مالی و بودجه ولسی جرگه

د بحث او د نظرونو د تبادلې وروسته کمیسیون پریکړه وکړه، چې د نورو ابهاماتو په اړه به د اړوند ادارو (مالیې او مخابراتو ‏وزارتونو) مسئولین دې په خپل مینځ کې ناستې وکړي ترڅو پاتې پوښتنو ته ځوابونه پیدا شي.‏