د مخابراتو او مالیې وزیرانو ناسته او پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار

naweed_admin
Thu, Oct 01 2020 3:12 PM
دیدار محترمه معصومه خاوری با عبدالهادی ارغندیوال

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرستې او نوماند وزیرې آغلې معصومې خاوري د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال سره د دغه وزارت د پراختیایی بودیجې ، پرمختیایی پلانونو ، پروګرامونو، او دوه اړخیزو همکاریو په اړه وکتل.

ښاغلي ارغندوال د مخابراتو وزارت مشرتابه حضور او وړاندیزونو ته ښه راغلاست وویل او ژمنه یې وکړه چې دواړه خواوې به په راتلونکي کې د همکارۍ په خاطر نورې غونډې هم برابرې کړي.