د یو کال په جریان کې د وزارت لویې لاسته راوړنې

naweed_admin
Tue, Jul 28 2020 9:38 AM
دست آوردهای وزارت مخابرات

په تیر یو کال کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، د خپل عمومي لید او اهدافو سره سم، توانیدلی دی چې د معلوماتي ټکنالوجۍ په سکتور کې اغیزمن او ګټور کار او فعالیتونه ترسره کړي. په بیلابیلو برخو کې د دې وزارت عمده لاسته راوړنې به په جلا جلا مقالو کې وړاندې شي.

۱- د پالیسی او هوکړو په برخو کې:

  • د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت درې کلن ستراتژیک پلان مسوده جوړول
  • د آترا اداري برودبانډ خدمتونو لپاره د نوري فایبر کیبل د قیمت ګذاری پروسیجر تنظیمول
  • د تاجکستان، ازبکستان، اذربایجان، استونیا جمهوریت او ازبک ټلیکام سره د (۶) هوکړه لیکونو لاسلیکول
  • د نورو وزارتونو او دولتي ادارو سره ۱۳ هوکړه لیکونو لاسلیک
  • د اذربایجان او ازبکستان هیوادونو سره د تخنیکي او اقتصادي همکاریو ۲ پروتوکونو لاسلیک
  • د وزارت اړوندو څانګو ته د پلی کیدو لپاره د تدابیري پلان لیږل
  • د (چین، ازبکستان، تاجکستان او افغانستان) هند، کوریا، استونیا او ازربایجان سره د CATA څلور اړخیز هوکړه لیک لاسلیک.