له دې وروسته به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پُستي خدمتونو جوازونه تر یو چتر لاندې ورکول کېږي

mcitadmin
Tue, Jun 05 2018 5:03 AM
sdfdf

نن د ۱۳۹۷ کال د جوزا په ۱۵ مه تر یو چتر لاندې د پُستي خدمتونو دجوازونو ورکولو په هدف مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سره هوکړه لیک لاسلیک کړ. دغه هوکړه لیک د مخابراتو وزارت د پُستي خدمتونو د تنظیم ادارې سرپرست ښاغلي حکمت الله الکوزي د سوداګرۍ وزارت د جوازونو د ثبت رییس ښاغلي خان رسول قرلوق سره په داسې حال کې لاسلیک کړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي معین محترم انحینر سید احمد شاه سادات هم حضور درلوده. سادات زیاته کړه چې پدې سره به پُستي خدمتونو کې لا ښه والی او پراخوالی راشي او د پُستي خدمتونو د جوازونو ورکولو کې به د پام وړ اسانتیا رامنځ ته شي. د یاد هوکړه لیک له مخې به د پُستي خدمتونو د جوازونو تخنیکي چارې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لخوا ترسره کېږي او ادارې چارو کې به د سوداګرۍ وزارت همکاري کوي.