د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر په بارسلونا کې په درې ورځني نړیوال پروګرام کې ګډون وکړ

mcitadmin
Sun, Feb 25 2018 5:03 AM
asdfd

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آریوبي د هسپانیا په بارسلونا ښار کې په درې ورځني نړیوال پروګرام کې چې د نړۍ د ګڼ شمېر هېوادونو وزیرانو برخه اخیستې وه ګډون وکړ.
دغه درې ورځني پروګرام دموبایل  پنځم نسل  (5G)د طیف د ساتنې د دودولو، د موبایل راتلونکې ، د شیانو ټکنالوجۍ انټرنیټ په وسیله د اړیکو تامینول، د ډیجیټلي عصر لپاره د نویو پالیسیو جوړول، له سرحداتو څخه د سیګنالونو د تیریدو تنظیم، موبایل ته د لا زیات لاس رسي پالیسۍ ته پراخوالي ورکول، د مخابراتي او ډیجیټلي خدمتونو او پالیسیو لپاره د نویو روشونو او کړنلارو غوښتنه، او د مختریعینو تشویقولو او همدا راز د اختراع کوونکو د هڅوونې او د ډیجیټلي خدمتونو د پراختیا په موخه جوړ شوی وو
د کنفرانس په څنډه کې شهزاد آریوبي  د بیلا بیلو کمپنیو ، اختراعاتو او نندارتونونو څخه لیدنه وکړه.