د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ له انسټيټيوټ څخه ليدنه

mcitadmin
Thu, Jan 01 1970 5:03 AM

د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ سرپرست وزير ښاغلي شهزاد اريوبي نن د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ له انسټيټيوټ څخه ليدنه وکړه. د محصلينو ستونزې يې واورېدې، لابراتوارونه، ليليه او نورې مختلفې څانګې يې وليدې. 

سرپرست وزير د انسټيټيوټ د محصلينو ستونزو د ژر تر ژره حل او همدا راز په معاصرو معيارونو د څېړنو او نوښت لابراتوار Research & Innovation Lab جوړولو او د کتابتون د غني کولو هدايات ورکړل. همدا راز د محصلينو لپاره د بورسونو، د ليليې او د انسټيټيوټ د ښکلا لپاره يې لارښوونې وکړې.

په پای کې د ابتکار پروګرام دفتر څخه ليدنه وشوه او د سږ کال د پاتې بوديجې د سم او ژر تر ژره مصرف په اړه هدايات وشو. تر څو د ټيکنالوجۍ په برخه کې د ځوانانو تر منځ تخليقي او نوښتيزو افکارو ته وده ورکړل شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ وزارت په پام کې لري چې دغه انسټيټيوټ د ساينس او ټيکنالوجۍ پوهنتون ته لوړ، په نړېوال معيار کوريکولم او تجهيزات ورته برابر کړي.