دولتي او غیر دولتي بنسټونو سره د پرانیستې لاسرسي پالیسۍ په اړوند د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور، مشورتي ورکش
د دولتي او غیر دولتي بنسټونو سره د پرانیستې لاسرسي پالیسۍ په اړوند د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور مشورتي ورکشاپ د روان ۱۳۹۵ کال د وږی د میاشتې په ۳ مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزرات لخوا جوړ شو.
په پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي عبدالرزاق وحیدي په هیواد کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د چټکې ودې په اړه خبرې وکړې، هغه وویل: چې دغه سکتور اوسمهال په یو عایداتې سکتور بدل شوی دی. ښاغلي عبدالرزاق وحیدي زیاته کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور ته د لا ډیرې پاملرنې په صورت کې به د دغه سکتور د کار رامنځته کوونې ډګر پراخ او ډیر عواید به تر لاسه شي.
هغه زیاته کړه چې د معلوماتي ټکنالوجۍ او مخابراتو اړتیاوو ته په کتو سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت پریکړه وکړه چې بنسټیزو زیربناوو ته د پرانیستې پالیسۍ پلان جوړ او د دغه سکتور د کارپوهانو د نظرونو ترلاسه کولو وروسته د هغې د پلي کولو په لور عملي ګامونه پورته کړي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر وویل: چې د یاد ورکشاپ موخې د کارپوهانو د تبصرو، وړاندیزونو او نیوکو ترلاسه کول دي.
د مخابراتو وزیر په خپلو خبرو کې وویل: چې د ملي موخو سربیره، چې د هیواد کلیو او بانډو ته د خدمتونو رسول، د خدمتونو د کیفیت لوړول، په ګمرکي تعرفو کې تخفیف، نوي اسانتیاوې رامنځته کول او په سیمه کې د افغانستان د دریځ ښه کول دي، مونږ ژمن یو ترڅو د اړینو پالیسیو د ډیزاین او جوړولو سره بهرني پانګې او د نړیوالو سازمانونو او ټولنو همکاری جلب کړو، ددغه سکتور پراختیا ته لوری ورکړو او موخو ته د رسیدو لارې چارې برابرې کړو.
د ښاغلي وزیر په وینا: پرانیستې لاسرسي پالیسۍ د نوري فایبر شبکو په جوړولو او انټرنټ په برخو کې د خصوصي پانګې اچونې زمینه برابروي، زیربنایي خدمتونو وړاندې کول قانوني کوي او د عادلانه بیو په مقابل کې خصوصۍ سکتور ته د ملي زیربناوو څخه د ګټې اخیستنې زمینه برابروي.
همداراز ښاغلي وحیدي زیاته کړه تمه کیږي چې ددغې پالیسی د پلي کیدو په صورت کې به د مخابراتي خدمتونو لګښت کم شي چې له امله یې د مخابراتي خدمتونو په تعارفو کې کموالی رامنځته شي او د ملي زیربناوو څخه ګټه اخیستنه په هیواد کې د اقتصاد د پیاوړتیا لامل شي.
د هیواد د اقتصاد وزیر ښاغلي عبدالستار مراد په خپلو خبرو کې وویل چې پرانیستي لاسرسي پالیسي ډیره مهمه او ارزښتناکه ده او د هیواد په اقتصاد کې خصوصي سکتور د ګډون او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د پراختیا لپاره یو ښه پیل دی. هغه په ټینګار سره وویل چې د معلوماتي ټکنالوجۍ او په اقتصادي فعالیتونو کې د خصوصي سکتور د ګډون څخه پرته وده او پراختیا ناممکنه ده.
ښاغلي مراد زیاته کړه چې مخابرات او معلوماتي ټکنالوجۍ په حکومتولۍ، کار رامنځته کولو، اقتصادي ودې او د عامه او خصوصي پانګونې لپاره اغیزمن دی. هغه ژمنه وکړه چې د اقتصاد وزارت د پرانیستي لاسرسي پالیسۍ په پلي کیدو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سره به خپل همکاریو ته دوام ورکوي.
د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د ادارې رئیس ډاکټر نجيب عزيزي، په خپل وار، د پرانیستی لاسرسی د پالیسۍ د ارزښت په اړه خبرې وکړې، زياته کړه چې عصري مخابرات خلک سره را نژدې کوي او د اقتصادي سوکالۍ سبب کېږي. هغه وویل چې د نوې مخابراتي پراختیا لپاره نوې تګلارې ته اړتیا شته چې په هغې کې خصوصي سکتور مهم رول لري. د دې هدف لپاره، پرانیستي لاسرسي پالیسۍ طرح شوې ده او حکومت په پام کې لري چې له دې لارې مخابراتو ته پراختیا ورکړي.
ښاغلي عزیزي وویل چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او آترا اداره مکلف دي تر څو ټولو شرکتونو ته په مساوي توګه د ونډې زمینه برابره کړي.
هغه د دغه ګام لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ته مبارکي وویله او د پرانیسې لاسرسی پالیسۍ په پلي کیدو کې د همکاریو ژمنه وکړه. همدا راز ښاغلي حقجو وویل چې یاده پالیسي د پانګه اچونې د پراختیا او سالمې سیالۍ په رامنځته کولو کې مثبت او اغیزمن رول لري.
د هیواد د سوداګرۍ او صنایعو وزارت تجارتي مرستیال ښاغلي قربان حقجو په خپلو خبرو کې وویل: چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې پرانیسې لاسرسي پالیسۍ یوه نوې پدیده ده.
د ورکشاپ په پیل کې، د مخابراتي شرکتونو او انټرنټ خدمتونو د شرکتونو استازو په وار سره خبرې وکړې او خپل نظریات او تجریې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالو وزارت له مشرتایه سره شریک کړل.
د خبرو وروسته، ورکشاپ په رسمي توګه پیل شو.
د پرانیستی لاسرسی پالیسۍ هدف:
د دغې پالیسۍ لومړنۍ موخه د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ پر زیربناوو باندې د دولتي انحصار کمول، د مخابراتي خدمتونو چټک پراختیا، او د خصوصي سکتور د پانګونې لپاره مناسب چاپیریال رامنځته کول ده. په بله وینا، یو ځانګړي پلان چې موخې یې مخابراتي سکتور برخه والو لپاره د مخابراتي زیربناوو څخه د تبعیض پرته په شفافه او ارزانه توګه د ګټې اخیستنې زمینه برابرول دي.
اټکلي پایلې
۱)- د مخابراتو په سکتور کې د سوداګرۍ او پانګه اچونې چاپيریال ته وده ورکول.
۲)- د مخابراتو په سکتور کې د خصوصي پانګونې راجلبول.
۳)- د مخابراتو په سکتور کې دولتي او خصوصي سکتور د قانوني ګډون زمینه برابرول.
۴)- د مخابراتي او انترنتي خدمتونو بیې د ګډونوالو د پیر د قدرت او عوایدو د کچې سره مطابقت لرل.
دولتي او غیر دولتي بنسټونو سره د پرانیستې لاسرسي پالیسۍ په اړوند د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور، مشورتي ورکشاپ