د پنجشیر ولایت مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ ریاست د ډیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز څخه ۷۸ تنه زده کوونکو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

naweed_admin
Wed, Oct 14 2026 8:35 AM
ریاست مخابرات ولایت پنجشیر

د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د مهارتونو په مرکز کې له شپږ میاشتني ښوونیز پروګرام بشپړیدو وروسته، ۷۸ تنه محصلینو ته د کمپیوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او انټرنیټ) له برخې څخه د فراغت سندونه ورکړل.

په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې عبدالحمید نوري د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس، الحاج مولوي عبدالمتین عزام د ولایت مقام د دفتر رئیس، الحاج محب‌الله جاهد د پیښو سره د مبارزې د آمادګۍ رئیس، انجنیر محمد فهیم نورزاد د ښار جوړونې او مسکن رئیس، او یو شمېر مسؤلینو او محصلینو ګډون کړی و.

په دې غونډې کې، ښاغلي عبدالحمید نوري د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ فارغانو ته د دې ښوونیز پروګرام د پای ته رسېدو له امله مبارکي وویله. نوموړي د ډیجیټلي مهارتونو او نوې ټکنالوژۍ د زده‌کړې پر اهمیت ټینګار وکړ او ځوانان یې وهڅول چې خپلې زده کړې د دولت او ټولنې د خدمت لپاره په صادقانه توګه وکاروي.

همداراز د پنجشیر ولایت د مقام د دفتر رئیس د ځوانانو پر ژمنتیا او د اسلامي نظام او ټولنې پر وړاندې د هغوی د مسؤلیت منلو ټینګار وکړ. نوموړي وویل چې ځوانان کولای شي د خپلو علمي او مسلکي وړتیاوو په کارولو سره د هېواد په بېلابېلو برخو کې اغېزمن رول ولوبوي.

ګډونوالو همدارنګه د علم، زده‌کړې او مسلکي مهارتونو پر ارزښت ټینګار وکړ او دغه ډول پروګرامونه یې د ځوان نسل د فکري ودې، ځان بساینې او د هغوی د سالم راتلونکي لپاره مهم وبلل.