د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د دویم نړیوال ډیجیټلي فورم په کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر وکړ
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري، د یوه پلاوي په مشرۍ د دویم نړیوال ډیجیټلي فورم په کنفرانس کې د ګډون په موخه د روسیې فدراتیف هېواد پلازمېنې مسکو ته سفر وکړ.
په دغه پلاوي کې د ډیجیټلي حکومتولۍ عمومي ریاست رئیس ښاغلی استاد عبدالرحمن صافي هم شامل دی.
ټاکل شوې ده چې په دې فورم کې د بېلابېلو هېوادونو د دولتي ادارو، نړیوالو بنسټونو، د معلوماتي ټکنالوژۍ د برخې د متخصصینو او خصوصي سکټور استازي ګډون وکړي.
په دغه نړیوال فورم کې به د ډیجیټلي ټکنالوژۍ د پراختیا، ډیجیټل حکومتولي، مصنوعي ځیرکتیا، سایبري امنیت، ډیجیټلي زیربناو او د هېوادونو ترمنځ د ټکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو په اړه خبرې او بحثونه وشي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پلاوی به په یاد فورم کې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سکټور اړوند د هېواد تجربې، لاسته راوړنې او د ډیجیټلي تحول په برخه کې د ترسره شویو اقداماتو په اړه معلومات وړاندې کړي.
دغه راز، د فورم په څنډه کې به د بېلابېلو هېوادونو له استازو او د معلوماتي ټکنالوژۍ له اړوندو بنسټونو سره د دوهاړخیزو ناستو او د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې هم ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې دویم نړیوال ډیجیټلي فورم د روسیې په مسکو ښار کې جوړېږي، چې د بېلابېلو هېوادونو د استازو او د ډیجیټلي ټکنالوژۍ د برخې د متخصصینو د ګډون په موخه جوړ شوی دی.
