کاپیسا ولايت تګاب او اله سای ولسوالیو  کې  د ۲ مخابراتي سایټونو د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

naweed_admin
Thu, Oct 08 2026 9:29 AM
ریاست مخابرات ولایت کاپیسا

د هیواد محرومو سیمو ته د مخابراتي چوپړتیاوو د پراختیا او آسانتیاوو د برابرولو په موخه د کاپیسا ولايت په تګاب او اله سای ولسوالیو کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت  د ۲ سایټونو د جوړولو په موخه د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له لوري سروې ترسره شوه او د جوړولو عملي چارې به یې هم ژر پیل شي.

د یادونې وړ ده د یادو مخابراتي سایټونو په جوړیدو سره به د یادو او  نږدې شاو خوا سیمو اوسېدونکو مکالماتي او انټرنټي ستونزې حل شي.