نیمروز ولایت دلارام ولسوالۍ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د هیواد لیرې پرتو او محرومو سیمو ته د مخابراتي چوپړتیاو د پراختیا او برابرولو په موخه نمیروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، د مخابراتواو معلوماتي ټکنالوژۍ وزرات د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې(اترا) او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د یاد ولایت د دلارام ولسوالۍ دوراهی پای سیمه کې سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دغه سایټ په فعالېدو سره د یادې سیمې د اوسېدونکو او د دلارام لویې لارې په مسیر کې مکالماتي او انټرنټي خدمتونو ستونزې حل شي.
