لوګر ولایت څرخ ولسوالۍ کې په لومړي ځل د اټوما شرکت مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه فعال شو

naweed_admin
Thu, Aug 27 2026 11:08 AM
مخابرات ولایت لوگر

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د لارښوونې پر اساس او د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رياست د پلان له مخى د اتوما مخابراتي شرکت یو سایټ چې ۲جي، ۳جي او ۴جي خدمتونه وړاندۍ کوي په لومړي ځل د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د آب جوش کلي کې  نصب او فعال شو.

د یاد سایټ له فعالېدو سره به د څرخ ولسوالۍ د آب جوش په شمول نیږدۍ شا او خوا سیمې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو تر پوښښ لاندې راشی.

د لوګر ولایت د مخابراتو ریاست تل هڅه کوي چې د مخابراتي شرکتونو په همکارۍ د لوګر ولایت اوسېدونکو ته لوړ کیفیت مخابراتي او انټرنېټي خدمتونه وړاندې کړي.