بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
Thu, Jun 18 2026 2:57 PM
bamyan

بامیانو ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د یاد ولایت سیغان ولسوالۍ سه سنگ کوهکدای ، شیبر ولسوالۍ غندک درې او د یکاولنګ دو ولسوالۍ سرمرغي سیمه کې د سلام مخابراتي شبکې د ۳ سایټونو د جوړېدو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه.

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم په معیاري ډول بشپړ کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ او د نویو مخابراتي سایټونو له جوړېدو څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو او د نویو مخابراتي انټنونو جوړولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.