د پکتیکا ولایت په یحیی خیلو ولسوالۍ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت ۴جي انټرنېټي خدمتونه پیل شول
د هیواد محرومو سیموته د مخابراتی او انټرنېټي چوپړ برابرولو په موخه د پکتیکا ولایت په یحیی خیلو ولسوالۍ کې افغان بیسیم مخابراتي شرکت له لوري ۴جي انټرنېټي خدمتونه پیل شول چې پایله کې یې د یادې ولسوالۍ اوسیدونکي چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري.
همداراز د دافغان بیسیم مخابراتي شرکت د پکتیکا ولایت په خوشامند سیمې او ډیلې ولسوالۍ کې خپلو دوو سایټونو ظرفیت له ۲جي څخه ۳جی ته لوړ کړي دي چې له دې سره د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو په برخه کې به د یادو سیمو د خلکو ستونزې حل شي.
دیادونې وړده چې د یادو سیمو اوسېدونکو د افغان بیسیم لدې اقدام څخه رضایت څرګند کړی او دا یې د خپلو ورځنیو مخابراتي اړتیاوو د پوره کېدو، د اړیکو د ښه والي او د سیمې د پرمختګ لپاره یو مهم بللی دی.
